یوګانډا کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ د مړو شمېر  ۲۰ کسانو ته ورسېد

په یوګاندا کې د ځمکې ښویېدنې له پېښې وروسته د یوې سیمې انځور

په یوګانډا کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر پرون جمعه ۲۰ کسانو ته ورسېد.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون ویلي چې په څو کلیو کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۰ ته زیات شوی دی.

د ۱۹ کسانو مړي راایستل شوي او بل تن په روغتون کې ساه ورکړه.دغه بنسټ نه دي ویلي چې د تري تم شویو کسانو شمېر څو ته رسېږي، خو ویل کېږي شاوخوا ۱۰۰ کسان به لادرکه وي.

په یوګانډا کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ د مړو شمېر ۱۱ او د تري تم شویو کسانو شمېر ۱۱۳ یاد کړی و.

تېره چهارشنبه سخت اورښتونه د ځمکې ښویېدنې سبب شول او د یوګانډا د پلازمېنې کامپالا په ۲۸۰ کیلومترۍ کې یې شپږ کلي لاندې کړل.

تر اوسه د ۱۲۵ کورونو د ویجاړۍ خبر هم ورکړل شوی دی.