په داسې حال کې چې افراطي وسله وال او د ترکیې له ملاتړه برخمن متحدان یې پرون د سوریې د دوهم لوی ښار حلب ځینو برخو ته ننوتل، ترکیې پرون جمعه د سوریې پر بل ښار ادلب د روانو حملو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په ادلب ښار کې د سوریې او روسیې جنګي جېټ الوتکې هم په پرله پسې ډول هوايي حملې کوي.
په ادلب کې د یاغي وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ شخړې روانې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي: "موږ ټینګار کوو، چې دغه حملې باید ختمې شي."
د وزارت په وینا، په ادلب کې روانې شخړې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب شوې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی چې پر ادلب ښار په داسې حال کې حملې شوي چې افراطي وسله والو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو متحدانو د سوریې پر دوهم لوی ښار حلب هم خپلې حملې زیاتې کړي دي.
د سوریې یاغي ځواکونه له ۲۰۱۶م کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ د حلب ښار ځینو برخو ته ننوتل.