د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مشر له چین څخه د مرستو غوښتنه کړې

د طالبانو او چین بیرغونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چې د طالبانو په کنټرول کې ده، له چین د بېړنیو او اړینو مرستو غوښتنه وکړه.

دغې ټولنې پرون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مشر شهاب الدین دلاور او ورسره پلاوي چین ته د سفر پر مهال د چین له چارواکو د دغو مرستو غوښتنه وکړه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وینا، دواړو لوریو د راتلونکي لپاره د ګډو همکاریو په برخه کې پر نویو پلانونو هم بحث وکړ.

دا مشخصه شوې نه ده چې چین په کومه برخه کې د څومره مرستو ژمنه کړې ده. چین له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو سفیر یې منلی دی.