اوکراین وايي چې د روسیې په خاوره کې دننه یې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي دي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز په یوه بیان کې ویلي چې د اطلس په نوم د روسیې د تېلو زیرمه یې پرون سهار په رستوف سیمه کې ویشتلې ده.
د بیان له مخې، په دې تاسیساتو کې چې یوځل پخوا هم په نښه شوي وو، د پرونۍ حملې په نتیجه کې اور ولګېد.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې په یوه بل برید کې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، د راډار یو مرکز په نښه شوی دی.
د اوکراین پوځ ویلي چې په دې مرکز کې ځای پرځای شوي د هوايي مدافعې ټول راکټونه ویجاړ شوي دي.