د نولس‌‌کلنو اسیا جام؛ بنګله‌‌‌دېش افغانستان ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان نولس‌کلن ځوانانو لوبغاړي

د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګله‌‌‌‌‌دېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګله‌‌‌دېش د ۴۵ منډو په توپیر وګټله.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګله‌‌‌دېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

د بنګله‌‌‌دېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د بنګله‌‌‌‌دېش د هدف په دوام یوازې ۱۸۳ منډې وکړې او په روان اسیا جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

د افغان توپوهونکو له ډلې فیصل خان مخکښ منډه جوړونکی و، چې ۵۸ منډې یې وکړې، دغه‌‌‌راز نصیر معروف‌خېل په ۳۴ منډو وسوځېد.

د بنګله‌‌‌‌دېش د توپ اچونکو په ډله کې الفهد او اقبال حسین درې‌درې لوبغاړي وسوځول.

افغانستان به خپله دویمه سیالي د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.

د ویلو ده چې د افغان لوبډلې په ګروپ کې سریلانکا له نیپال بیا خپله سیالي ګټلې ده او د نومرو په جدول کې تر دې دمه په اول مقام کې قرار لري.