د نولس‌‌کلنو اسیا جام؛ بنګله‌‌دېش افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او بنګله‌دېش د لوبې يو انځور

د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګله‌‌‌دېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې پیل شوه.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګله‌‌دېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بنګله‌‌‌دېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه‌‌‌-دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.