افغانستان ته له ايران او پاکستان د ۱۷۲کورنيو د ستنېدو خبر ورکړل شوی

افغانستان ته د ستنو شويو کډوالو د کډې يو انځور

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، پرون (پنج‌شنبې) له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.

د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۳۵ یې د کندهار د سپین‌‌بولدک له لارې، ۳۹ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۸۳ نورې بیا د هرات د اسلام‌‌کلا له لارې راستنې شوې دي.

ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او تر دې چې ایراني چارواکو ویلي چې، د روان لمریز کال په پاتې څه کم څلورو میاشتو کې به دوه نیم میلیونه افغان کدوال له خپلې خاورې وباسي.