د ايران او درې اروپايي هېوادونو خبرې اترې؛ عراقچي يې پر پايلو بې‌باوره دی

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي

د ایران او درېیو اروپایي هېوادونو د خبرو اترو په درشل کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرو پر پایلو بې‌باوري څرګنده کړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌‌مخې، ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د ایران جګپوړی مرکچي، مجید تخت روانچي نن جمعه، (د لیندۍ ۹مه) په جینیوا کې د بریتانیا، جرمني او فرانسې له استازو سره وګوري.

رویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د جینیوا خبرې به تر ډېره د بېلابېلو نظریاتو د وړاندې کولو غونډه وي، چې تمرکز به یې د ایران د اتومي دوسیې په اړه د ټرمپ د احتمالي چلند پر متقابلو اندېښنو وي.

له‌دې وړاندې، په بېلابېلو راپورونو کې ویل شوي و چې، د ډونالډټرمپ په نوې اداره کې به د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" سیاست دوام وکړي او په عین حال کې له تهران سره د خبرو اترو احتمال هم شته.