د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که چېرته ملګري ملتونه بیا پر تهران بندیزونه ولګوي، ایران به خپله اټومي تګلاره بدله کړي او اټوم بم به جوړ کړي.
عباس عراقچي پرون د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې خبریالانو ته وویل، ایران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي بم په تخنیک پوهېږي، خو دا کار د ایران د امنیتي ستراتېژۍ برخه نهده.
دا څرګندونې پهداسې وخت کې شوې دي چې، ټاکل شوې ده نن د ایران له استازیو سره د بریتانیا، فرانسې او جرمني استازي په جینوا کې خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر یوشمېر نورو موضوعاتو لکه د منځني ختیځ د شخړو په اړه خبرې وشي.