د پاکستان لاریونونه؛ په نیول شویو کې افغانان هم دي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان حکومت منلې، په هغو کسانو کې ځينې افغانان هم شته چې اسلام آباد کې د وروستیو لاریونونو په لړ کې نیول شوي دي. د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو لاریونونه نن پای ته ورسېدل. لاریونوالو له زندانه د عمران خان د خلاصېدو غوښتنه کوله. عمران خان له څه باندې یوه کال راهیسې د مالي فساد او تاوتریخوالي د ترویج په شمول، په ځینو نورو تورونو بندي دی، خو پلویان یې دا تورونه ناسم بولي او وایي چې تر شا یې سیاسي انګېزه ده.

د پاکستان لاریونونه؛ په نیول شویو کې افغانان هم دي