پاکستاني چارواکي په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه جزییات وړاندې کوي

په اسلام اباد کې د وروستیو روانو لاریونونو یوه څنډه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن رسنیو ته جزییات وړاندې کړي.

محسن نقوي چې تېره شپه د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره د پوځ تر عملیاتو وروسته خبرې کولې همداراز زیاته کړه چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د پاکستان مخکیني موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نوامبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د دې پلان په ترڅ کې لسګونه زره افغان کډوال چې د پاکستاني چارواکو په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل په جبري ډول افغانستان ته واستول شول.

هغه مهال پاکستاني چارواکو تور لګولی و چې د پاکستان په ناامنیو کې افغان کډوال لاس لري.