د نورالدین عزیزي په مشرۍ یو طالب پلاوی د ترکیې په جوړېدونکي نندارتون کې ګډون کوي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي

د طالبانو حکومت وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی یې د تولیداتو په هغه ننداراتو کې ګډون کوي چې په استانبول کې جوړېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختري خبري اژاس ویلي چې د "حلال استانبول" په نوم دې نندارتون کې د ګډون لپاره ترکیې ته په تللي پلاوي کې افغان سوداګر او پانګه‌وال هم شامل دي.

ټاکل شوې دا نندارتون نن چهارشنبې پیل او درې ورځې دوام وکړي چې د چارواکو په وینا به په کې د افغانستان د غالیو، قیمتي ډبرو او وچې میوې په شمول صاداراتو لپاره اته غرفې هم کېښودل شي.

په دې سفر کې د طالبانو له سرپرست وزیر سره د افغانستان د خصوصي سکتور ۳۰ تنه استازي هم ملتیا کوي.