په ځینو سویلي ولایتونو کې د سیمه‌ییزو ټولګیو تړل؛ یونېسف: روان وضعیت په دقیقه څېړو

ارشیف: په ارزګان کې یو سیمه ییز ټولګی

له هغه خبر وروسته چې طالبانو د افغانستان په یو شمېر سویلي ولایتونو کې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ سیمه‌ییز ټولګي وتړل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ د نومبر ۲۶مه ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل د افغانستان په سویلي ولایتونو کې روان وضعیت په دقیقه توګه څېړي او ژر به یې پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پرون ازادي راډيو ته وویل چې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې سلګونه سیمه‌ییز ټولګي چې د یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو د شورا، نړیوال بانک او نورو نړیوالو بنسټونو له‎‌خوا تمویلېږي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په حکم تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې په کندهار او هلمند کې يو شمېر سيمه‌ييز ټولګي چې د نړيوالو موسسو له‌خوا تمويلېدل، تړلي دي.