پاکستاني پوليسو پر مظاهره‌چيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

پاکستان کې مظاهرې

د راپورونو له‌مخې سه‌شنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهره‌‌چیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.

لږ تر لږه د یوه مظاهره‌‌چي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهره‌‌‌چیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په پاکستان کې د مظاهره‌‌‌چیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.

د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهره‌‌چیانو سره په اخ‌ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.

د سه‌‌شنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهره‌‌‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.

د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلام‌ا‌‌‌‌‌باد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.