کومو هېوادونو د نتانیاهو د نیولو د جلب ملاتړ او کومو یې مخالفت کړی؟

Your browser doesn’t support HTML5

نړیوالې جنايي محکمې تېره اوونۍ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د قومندان محمد ضیف د نیولو جلب صادر کړ. دا حکمونه په غزه کې د «جنګي جنایتونو» او د «بشر ضد جنایتونو» د تورونو او په اسراییلو کې د حماس افراطي ډلې د عملیاتو په خاطر صادر شوي.