يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي

ارشيف

د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.

د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.

خو له‌‌‌دې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.

د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.

تر اوسه دا نه‌‌‌ده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي که‌‌نه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.

ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.

یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.