راتلونکې اوونۍ ايران کې د ايکو سازمان د غړو هېوادونو غونډه جوړيږي

د ایکو سازمان د غړو هېوادونو يوه مخکېنۍ غونډه

ایران وايي، راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په شمول د ایکو د لسو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعیل بقايي (د دوشنبې په ورځ) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO)د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به په مشهد ښار کې جوړه شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې، د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، جګپوړي چارواکي، د سیمه‌ییزو سازمانونو مشران او د څو اړخیزو اقتصادي بنسټونو سرمنشيان به په‌‌دې غونډه کې ګډون وکړي.

بقایي د ایکو سازمان د اهمیت د یادونې په ترڅ کې ویلي: "د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي."