د ایران رهبر آیتالله علي خامنهاي وايي چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی.
خامنهاي نن دوشنبه د بسیجیانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په کار ده د نتنیانو د اعدام حکم صادر شي.
د نړیوالې جزايي محکمې مخکښ څارنوال کریم خان تېره پنجشنبه وویل چې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت، دغه راز د افراطي ډلې حماس د یوه پوځي مشر محمد ضیف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
دوی د غزې په جګړه کې د بشریت خلاف په جرایمو تورن شوي دي.
د حماس دغه قوماندان احتمالاً وژل شوی دی.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
اسراییل د نړیوالې جزايي محکمې دغه حکم بې معنی بللی دی.