د روسیې د امنیت شورا منشي په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو نن دوشنبه په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل.

د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شویګو په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی په بېلابېلو برخو کې له دې جملې رېل پټلۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې، برښنا او کانونو په ګډون بنسټیزې پروژې پیل کړي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي په سیمه‌ییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

باخبرو سرچینو د ازادۍ راډیو د تاجکستان څانګې ته وویل، د تاجکستان په یوه سرحدي سیمه کې پر چینايي وګړو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې حمله له افغانستان څخه شوې وه.

په هغه حمله کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.

شویګو او ورسره مله پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم وکتل.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له ځینو چارواکو سره وکتل.

روسیه او چین د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري او د دې ډلې ډیپلوماتان یې منلي دي.

مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه توب کړی دی.

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې د روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او طالبانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې فارمټ په خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ شوی و چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.