پولیسو د عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو کار واخیست

د عمران خان د پلویانو د تاوتریخجن لاریون یو انځور

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست.

مظاهره‌چیان له زندانه د عمران خان خوشې کول غواړي.

چارواکو او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ شاوخوا اته زره مظاهره چیانو له خیبرپښتونخوا ایالت څخه لاریون پیل کړ او د اسلام‌اباد په څنډه کې له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول.

د پاکستان حکومت زرګونه پولیس او وسله‌وال ځای پرځای کړي او پلازمېنې ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په ملاتړ د عمران خان د پلویانو لاریون د یکشنبې په ورځ په پېښور کې پیل شو.

د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۵۰ معترضان او ۲۰ پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.