هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د هند کرکټ ملي لوبډله

د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د نومبر په ۲۲مه نېټه پیل شوې ټېسټ سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۲۵مه نېټه هندوستان وګټله.

دغه سیالي چې د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شوه، هند د دواړو پاڼیو تر لوبولو وروسته کوربه لوبډلې ته د ۵۳۴ منډو هدف ورکړ.

هندوستان د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰، خو په دویمې پاڼۍ کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۸۷ منډې وکړې او نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله.

په هندي توپوهونکو کې یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټرالیا لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۴ منډې کړې وې او د هدف په تعقیب یې یوازې ۲۳۴ منډې وکړې او دا سیالي یې د ۲۹۵ منډو په تفاوت وبایلله.

د هندي توپ اچونکو له ډلې جسپریت بومرا په دواړو پاڼیو کې ۸ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.

ټاکل شوې ده چې په دې لوبلړۍ کې به دواړه لوبډلې ۴ نورې ټېسټ سیالۍ هم ولوبوي او دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.