بلخ کې پر نشه د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې يو مرکز پرانيستل شو

بلخ کې نوی پرانيستل شوی مرکز

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په بلخ کې په نشو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه ۵۰ بستري مرکز د پرانیستې خبر ورکړ.

د دغه بنسټ د افغانستان څانګې پرون پر خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه‌‌‌ییزې مشرې حنان بلخي افغانستان ته د سفر پر مهال دغه مرکز پرانیست.

وړاندې ویل شوي، چې په راروانو لسو میاشتو کې به په نشو ۶۲۰ روږدې ښځې او ۱۲۰ روږدي ماشومان په دغه مرکز کې تداوي شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په چنګاښ/ سرطان میاشت کې ویلي وو، په ټول افغانستان کې په نشو څه باندې ۱۱۵زره روږدي کسان راټول کړای شوي او تداوي شوي دي.

بیا هم اندېښنې شته چې ګڼ روږدي کسان له نشو تر لاس اخیستو وروسته روغ شوي، خو د کاري فرصتونو او سالمو بوختیاوو د نشتوالي له کبله بیا په نشو اخته شوي دي.