ايران د اسراييلي وګړي خاخام په وژنه کې لاس لرل رد کړل

خاخام

د اسرايیلي-مولداوي اوسېدونکي خاخام د جسد موندلو وروسته چې په متحده عربي اماراتو کې ورک شوی و، ایران د دې وژنې سره هر ډول اړیکه رد کړه او امریکا هم له اسرايیل او اماراتو سره د دې موضوع په څارلو کې د نږدې همکارۍ خبر ورکړی دی.

د ازادي راډيو د ايران څانګې فردا د راپور له‌مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت په یوه بیان کې چې د لیندۍ په پنځمه نېټه د دوشنبې ورځ په سهار خپور شو، په متحده عربي اماراتو کې خاخام زوی کوګان وژنه په کلکه وغندله.

په بیان کې ویل شوي چې، متحدایالات د اسراییلو او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په نږدې همغږۍ کار کوي.

په بیان کې نور جزیات نه‌‌دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې په‌‌دې باور دي چې د خاخا زوی کوګان د وژنې عاملین یوشمېر ازبکستاني اتباع دي چې د ایران له‌‌‌‌خوا ګمارل شوي دي.

دوه تابعیت لرونکی خاخام د خپل مولداویایي پاسپورټ سره متحداماراتو ته تللی وو او په‌دې هېواد کې یې استوګنه وکړه.

د دغه اسراييلي خاخام وژل په‌‌‌‌داسې حال کې د اسراييلو او ايران تر منځ پوځي ترينګلتيا رامنځته کوي، چې د تهران نیابتي ډلې له څه باندې ١٣ مياشتو راهيسې په لبنان او غزه کې له اسراييلي پوځ سره په جګړه بوخت دي.

اسراییلو د یک‌شنبې په ورځ یو ځل بیا خپلو اتباعو ته لارښوونه وکړه چې متحده عربي اماراتو ته د غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي.