د پاکستان حکومت: په کورمه کې د فرقه یي شخړو دواړو ښکېلو خواوو د اوربند تړون لاسلیک کړی

د کورمې د ښکېلو خواوو ترمنځ د روغې جوړې له غونډې انځور

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې په کورمه کې د فرقه یي شخړو دواړو ښکېلو خواوو د اوربند تړون لاسلیک کړی دی.

په کورمه کې تېرو درېیو ورځو کې د سني او شیعه ډلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د حکومت ویاند محمد علي سیف خبري اژانسونو ته وویل چې شیعه او سني مشرانو موافقه کړې چې لږترلږه د اوو ورځو لپاره بریدونه ودروي ځکه چې د اوږدې مودې حل په لټه کې دي.

د خېبر پښتونخوا صوبې په کورمه ضلع کې د سني او شیعه ډلو تر منځ تاوتریخوالی د نومبر په ۲۱مه وروسته له هغه پیل شو چې وسله والو د شیعه مسلمانانو پر یوه کاروان ډزې وکړې چې لږترلږه ۳۸ کسان یې ووژل.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

پولیس وايي٬ وسله والو کسانو دوکانونه، کورونه او دولتي ملکیتونه مخکې له دې چې سیمې ته یو حکومتي پلاوی د کړکېچ د کمولو په لټه کې شي، وسوځول.