امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د شورا د وروستي پرېکړهلیک هرکلی کړی، خو پر دې یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې ایران د ځواب ورکولو او همکارۍ پر ځای خپل اتومي پروګرام پراخ کړی دی.
دې څلورو لوېدیځو هېوادونو د شنبې په ورځ د لیندۍ درېمه نېټه په یوه ګډه اعلامیه کې له ایرانه وغوښتل چې د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د خبرو او همکارۍ لاره تعقیب کړي.
په دې اعلامیه کې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپره شوې ده، راغلي: "موږ په جدي توګه د تهران د وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه لرو، او یادونه کوو چې ایران د دې پر ځای چې پرېکړهلیک ته په همکارۍ ځواب ووايي غواړي خپل اتومي پروګرام پراخ کړی."
ایران د پنجشنبې په شپه، د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حکمانو د شورا د پرېکړهلیک له صادرېدو سمدستي وروسته، اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کولو سرعت او ظرفیت به "په پام وړ ډول" زیات کړي او یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه به فعال کړي.