د سوډان پوځ له ياغي ملېشه‌و د يو کليدي مرکز د بېرته نيولو خبر ورکړی

د سوډان د پوځيانو موټر

د سوډان د پوځيانو موټر

د سوډان پوځ نن ویلي، چې له یاغي ملېشه‌و یې د پلازمېنې خرطوم د یوه کلیدي ایالت مرکز بېرته نیولی دی.

دغه ځای له پنځو میاشتو راهیسې د مخالفو ملېشه‌‌و په لاس کې و.

د سِنار ایالت مرکز سنجه په روانه ۱۹ میاشتنۍ جګړه کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشه‌‌و ترمنځ د جګړې پر مهال سټراتیژیک ارزښت درلود.

دغه ښار پر هغه کلیدي سړک پروت دی، چې د پوځ تر کنټرول لاندې ساحې د مرکزي سوډان له ختیځ سره تړي.

د سوډان پوځ ویلي، سنجه د پوځ په ټکو له تروریستي ملېشه‌و نیول شوې ده.

د ۲۰۲۳م کال د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملېشه‌و تر منځ د جګړې له کبله زرګونه کسان وژل شوي دي.