د ناټو سرمنشي پرون د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدلي

د ناټو د سرمنشي او ډونالډټرمپ

د ناټو سرمنشي مارک روټه (Mark Rutte) پرون د امریکا د متحدایالتونو د فلوریډا ایالت په پام بیچ کې له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

د ناټو ویاندې، فرح دخل اله نن په یوه لنډه اعلامیه کې وویل: "هغوی د هغو نړیوالو امنیتي مسئلو په اړه بحث وکړ چې ناټو تړون ورسره مخامخ دی."

ناټو تړون د هالنډي رسنیو د راپورونو په اړه د تبصرو غوښتنې ځواب نه‌‌کړې، په دغو راپورونو کې ویل شوي وو، چې د ناټو سرمنشي مارک روټه چې د هالنډ پخوانی صدراعظم دی، د هالنډ په یوه دولتي الوتکه کې له ټرمپ سره د کتنې لپاره فلوریډا ته تللی دی.

روټه له هغو اروپايي مشرانو دی، چې د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره یعنې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱م کاله پورې یې له هغه سره ښې کاري اړیکې درلودې.