ایران نن جمعه وویل چې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د هغه تصویب شوي پرېکړهلیک په ځواب کې به چې پر اسلامي جمهوریت یې د نه همکارۍ له امله انتقاد کړی، په خپلو اټومي تاسیساتو کې یو شمېر نوي او پرمختللي سنتریفیوژونه نصب کړي.
دغه پرېکړهلیک چې ایران ته د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې یا "آیاېاياې" د مشر رافایل ګروسي له وروستي سفر وروسته تصویب شوی، غوښتنه کوي چې تهران ته پهکار ده چې د خپلو قانوني مکلفیتونو د پوره کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د اټومي انرژۍ د سازمان لهخوا په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي د نویو او پرمختللو سنتریفیوژونو د نصبولو په ګډون د اغېزمنو اقداماتو امر صادر کړی دی.
ایران دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د "آیاېاياې" ۳۵ کسیز بورډ پرون پنجشنبې د نومبر په ۲۱مه د تهران د نه همکارۍ غندنه وکړه.
دې ادارې له دې مخکې، په جون میاشت کې هم پر تهران ورته انتقاد کړی و.
دغه پرېکړهلیک ته یوازې چین، روسیې او بورکینا فاسو مخالفې رایې ورکړې.
همدارنګه فرانسې، جرمني او بریتانیا، چې د اروپايي تروییکا یا درې اړخیزې ډلې په نوم یادېږي، پرون په یوه اعلامیه کې د ایران له لوري د خپلو یورانیمو د زېرمو تر شاوخوا ۶۰ سلنې پورې پر غني کولو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا اندازه اوس د اتومي موافقې تر ټاکل شوې اندازې ۳۲ چنده زیاته ده.