ټرمپ د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله د عدلیې وزیرې په توګه نوموي

د فلوریډا پخوانۍ لوڅارنواله پام باندي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبې وویل چې دی به د فلوریډا پخوانۍ لوی څارنواله پام باندي د عدلیې د وزیرې په توګه ونوموي.

دا وروسته له هغه چې د نوموړي له‌خوا دې پوست ته نومول شوي لومړني کاندید میټ ګیټز پر ځان د لګول شویو جنسي تورونو په ترڅ کې اعلان وکړ چې له دغې دندې تېرېږي.

باندي د ټرمپ یوه سخته مدافع وه.

هغه د ټرمپ د استیضاح په لومړۍ محاکمه کې چې پر نوموړي له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګول شوي وو، خو محکوم نه‌شو، یوه مدافعې وکیله و.

ټرمپ تورن شوی و چې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې په دې پوره تړي چې هغه هېواد دې د هغه مهال د مرستیال ولسمشر جوبایډن په اړه څېړنه وکړي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "له ډېرې مودې راهیسې د عدلیې وزارت زما او نورو جمهوري غوښتونکو پر ضد د وسلې په توګه کارول شوی چې نور یې باید مخه ونیول شي."