پر تورخم دروازه د سوداګریزو کاروانونو او عامو خلکو د تګ راتګ په وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې دغه خبرې په تورخم کې د طالبانو او د پاکستان د کمیساریو د مسوولانو ترمنځ وشوې.
که څه هم په خبر کې ویل شوي چې دواړو لوریو په دې برخه کې د پرتو ستونزو پر حل خبرې وکړې، خو نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.
له کلونو راهیسې د افغان سوداګرو د مالونو او د عامو خلکو د تګ راتګ په وړاندې پر تورخم او نورو دروازو د پاکستان له لوري ستونزې پېښېږي.
افغان سوداګر وايي، د افغانستان د مېوو په موسم کې پاکستان په یوه او بله پلمه دغه دروازې تړي چې له کبله یې افغان سوداګرو او باغ لرونکو ته درانه مالي زیانونه اوړي.