چارواکي: په غزه کې د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون وویل چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د روانې جګړې له کبله د مړو شمېر تر ۴۴زرو کسانو واوښت.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

د غزې روغتیا وزارت نه دي ویل شوي چې په وژل شویو کې څو تنه یې ملکیان او څو تنه یې جګړه مار دي، خو ویلي یې دي چې په وژل شویو کې تر نیمايي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي چې څه باندې ۱۷زره افراطي وسله‌وال یې وژلي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زه ۵۶ او د ټپیانو شمېر ۱۰۴زره ۲۶۸ ته رسېدلی دی.

دغه وزارت وايي، ښايي دغه شمېرې تر دې لوړې وي، ځکه په زرګونو مړي تر نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.