کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په روانو درې اړخیزو سیالیو کې پایلوبې ته لار موندلې

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله په روانو درې اړخیزو سیالیو کې پایلوبې ته لار موندلې ده.

په متحده عرب اماراتو کې دغه درې اړخیزې پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالۍ د کوربه هېواد اماراتو، افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه ده.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "افغان لوبډله به په پایلوبه کې وي. تر پایلوبې مخکې مو یوه لوبه د یکشنبې په ورځ له اماراتو سره ده. مهالوېش داسې جوړ شوی و چې هره له لوبډله به له بلې هغې سره دوه-دوه وارې لوبې کوي. د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ ده. انشاالله موږ له وړاندې پایلوبې ته لار موندلې ده، ځکه موږ په تېرو درېیو سیالیو کې دوې ګټلې دي."

افغانستان له پاکستان او متحده اماراتو یوه یوه لوبه ګټلې، خو خپله وروستۍ لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

پایلوبه د راروانې سې شنبې په ورځ کېږي.

کرکټ بورډ وايي، دغه درې اړخیزې سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه کېږي.

د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیلېږي.