امريکا اوکراين ته د ۲۷۵ميليون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې استوي

اوکراين سره د امريکا د پوځي تجهيزاتو مرسته، انځور - ارشيف

پینټاګون په پام کې لري چې، د جو بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې اوکراین ته لږ تر لږه د ۲۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي وسلې واستوي.

په‌‌‌دې وسلو کې ځمکني ماینونه هم شامل دي.

دا وسلې په‌داسې حال کې اوکراین ته ورکول کېږي چې، د جګړې د شدت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

دواړه خواوې ښکاره هڅه کوي چې د ډونالډټرمپ د حکومت تر پیل مخکې، چې ژمنه یې کړې ده د جګړې د پای ته رسولو لپاره به کار وکړي، خپل موقعیت ښه کړي او برلاسی ترلاسه کړي.

د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په یوه بیان کې وویل، دوی به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو هغوی په جګړه کې بریالي شي او د روسیې پر وړاندې خپله دفاع وکړي.

د متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن دا اوونۍ اوکراین ته اجازه ورکړه چې، د امریکا پر اوږد واټنه توغنديو د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره کار واخلي.