د جرمني په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ايران کونسلګرۍ تړل شوي

برلين کې د ايران سفارت

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ایران د کونسلګریو د بندېدو خبر ورکړ.

جرمني پرون د ایران د حکومت له لورې د جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې د دې کونسلګریو د تړل کېدو پرېکړه اعلان کړه.

جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوګونی تابعیت یې درلود د اکتوبر په اته ویشتمه په ایران کې اعدام شو.

د ایران سفارت به په برلین کې پرانیستی وي.

په جرمني کې نژدې درې لکه ایرانیان ژوند کوي.

شارمهد په ۱۹۵۵م کال کې په ایران کې زېږیدلی و، په اووه کلنۍ کې لوېدیځ جرمني ته تللی و.

دی پروسږکال پسرلی له ترهګرو سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شو.

د جرمني حکومت، د شارمهد د کورنۍ غړیو او د بشري حقونو فعالانو دا تور بې‌بنسټه بللی دی.