د افغانستان نولس‌کلنو ځوانانو په درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې ماتې وخوړه

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.

د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب د نولس‌‌کلنو ځوانانو ترمنځ د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې افغانستان نن چهارشنبه د نومبر په ۲۰مه نېټه خپله درېیمه سیالي له پاکستان سره ترسره کړه چې د ۱۳ منډو په توپیر یې وبایلله.

دغه سیالي چې د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه، پاکستان د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او د ۲۴۵ منډو هدف یې وټاکه.

په‌‌‌‌دې سیالۍ کې د پاکستان پيلیزو توپوهونکو عثمان خان او شاهزیب خان اوږده ملګرتیا وکړه او دواړو نیمه سلیزې ووهلې.

د افغانستان د توپ اچونکو له ډلې خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان درې درې او نصیر خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان نولس‌‌‌‌کلنې لوبډلې که څه هم د هدف پوره کولو ته ورنږدې شوي وو، خو د لوبې په وروستیو شېبو کې یې پرله‌‌‌‌پسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۳۱ منډې وکړې.

دا ځل د افغان توپوهونکو له ډلې عزیرالله ۷۰، نصیرخان او فیصل خان بیا ۴۷ـ۴۷ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره علي رضا او فهیم‌‌‌الحق مخکښ توپ اچونکي وو چې په ترتیب سره یې څلور او درې لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبلړۍ په لومړنیو دوه سیالیو کې بیا افغانستان پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر او عربي متحده اماراتو ته د ۱۶۹ منډو په توپير ماتې ورکړې وې.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به د نومبر په ۲۴مه نېټه خپله وروستۍ لوبه له عربي متحده اماراتو سره ترسره کوي او تر هغې وروسته به د لوبلړۍ دوه مخکښې لوبډلې د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه لوبوي.