د حافظ ګل‌بهادر ډلې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د بريد مسووليت ومانه

د پاکستان امنيتي ځواکونه

د حافظ ګل‌‌بهادر ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوې ډله ده، د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د تېرې شپې د ځانمرګي برید او ډزو مسوولیت منلی دی.

دغې ډلې په‌‌‌دې پېښه کې د ۱۲ پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو ادعا کړې ده، چې دا ارقام تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌‌‌‌‌‌‌دي تایید شوي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د خپل نوم نه افشا کېدو په شرط پرون سه‌‌شنبې مشال راډیو ته وویل چې، یوه مشکوک ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني‌خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ، چې د چادونې په نتیجه یې دولس سرتیري ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

د دغه چارواکي په خبره دا پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې شوې.