د کابل-هرات پر لاره ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او يو ټپي شوی دی

غزني کې د يوې ترافيکي پېښې انځور - ارشيف

د کابل او هرات پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند کورنیو رسنیو ته ويلي، چې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-هرات په لویه لار د باروړنکي موټر او موټرسایکل د ټکر له امله یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې، چې پایله کې یې ۲ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.