آی‌سي‌بي‌ایل: په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر افغانان مړه او ټپیان کړي

ارشیف: په افغانستان کې د ماینپاکۍ له بهیره یو انځور

د یوه تازه راپور له مخې، په افغانستان کې په تېر یوه کال کې ماین چاودنو له ۶۵۰ ډېر کسان مړه او ټپیان کړي دي.

د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین یا "آی‌سي‌بي‌ایل" په خپل تازه راپور کې چې نن خپور شو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په تېر یوه کال کې د ماینونو د قربانیانو شمېرې خپرې کړي.

د دې شمېرنو له مخې، ماینونو په میانمر یا پخوانۍ برما کې تر ټولو ډېر خلک زیانمن کړي چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۱۰۰۳ کسانو ته رسېږي.

له میانمار وروسته بیا سوریه ده چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۹۳۳، بیا افغانستان دی چې د قربانیانو شمېر یې ۶۵۱ او په څلورم ځای کې اوکراین دی چې د مرګ ژوبلې شمېر یې ۵۸۰ تنو ته رسېږي.

د ځمکنیو ماینونو د بندیز نړیوال کمپاین د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله نړۍ کې د ماینونو په چاودنو کې د خلکو د مرګ ژوبلې شمېر ۵۷۵۷ تنو ته رسېږي چې ۱۹۸۳ په‌کې مړه او ۳۶۶۳ نور ټپيان شوي دي.