د اسراییلو صدراعظم د هغو اسراییلي برمتهوو د خلاصون لپاره چې حماس ډلې اسیران کړي دي، د سړي پر سر د پنځه میلیون ډالرو جایزه اعلان کړې.
بنیامین نتنیاهو همداراز ژمنه کړې چې هرڅوک د برمتهوو، په ژغورنه کې مرسته وکړي نو د اسراییل حکومت به یې له کورنۍ سره یوځای د غزې له کلابند قلمرو څخه بهر وباسي.
دا خبره د نتنیاهو دفتر پرون اعلان کړه.
حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني له دې مخکې د اسراییلو دې ته ورته وړاندیزونه رد کړي وو.
ایران پلوې حماس ډلې ویلي چې پاتې اسراییلي برمته به یوازې د داسې یوې موافقې په صورت کې آزاد کړي چې جګړه او د غزې کلابندي پای ته ورسېږي او جګړه ځپلې غزه بېرته ورغول شي.