روسیه: اوکراین په یو برید کې د امریکا له‌خوا چمتو شوي شپږ اټکمز راکټونه وکارول

د امریکا اټکمز راکټونه

د روسیې د دفاع وزارت نن د نومبر ۱۹مه وویل چې اوکراین تېره شپه په براینسک سیمه کې په یو برید کې د متحده‌ایالاتو له‌خوا چمتو شوي شپږ اټکمز ATACMS راکټونه وکارول.

د دې ادعا له مخې روسي ځواکونه توانېدلي دي چې د اوکراین له‌خوا پنځه توغول شوي توغندي شنډ کړي.

د روسیې د دفاع وزارت منلې چې د دغه هېواد پر یوه پوځي هدف د توغول شويو توغنديو پارچې لګېدلي چې له امله یې اور لګېدلی، خو مرګ‌ژوبله نه لري.

څو ساعته مخکې، د روسیې خبري اژانس "آربي‌کې" د اوکراین د اردو د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې په خاوره کې د برید لپاره اټکمز راکټونه کارولي چې د اوکراین په جنوب لوېدیځ بریانسک سیمه کې د کراچف ښار سیمې یې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د تېري ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي او دا بریدونه لا هم دوام لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.