نن د نومبر ۱۹مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل ۱۰۰۰ ورځې په داسې حال کې پوره شوې چې پر اوکراین د روسیې حملې دوام لري.
اوکرایني چارواکو نن وویل چې د شمال ختیځې سومي سیمې په هلوخیف ښار کې نن سهار د استوګنې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول او دولس نور ټپیان شول.
چارواکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته په یو بیان کې وویل چې هېواد یې د روسیې له زیاتېدونکو حملو سره مخامخ دی.
له دې دوه ورځې مخکې د سومي په مرکز کې د روسیې په توغندویي برید کې یوه د استوګنې ودانۍ ولګېده چې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان یې ووژل.