چین د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د خپل یوه وګړي وژنه تایید کړه

د افغانستان او تاجکستان یوه سرحدي سیمه

چین نن تایید کړه چې یو وګړی یې د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی او څلور نور وګړي یې ټپیان شوي دي.

فرانس‌پرېس خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان په حواله راپور ورکوي چې دا برید د تاجکستان په خاوره کې دننه د یوه چینايي شرکت پر کمپ شوی دی.

په بیان کې دا برید په کلکه غندل شوی او یادونه شوې چې په دوشنبې کې د چین د سفارت له‌خوا د پېښې سیمې ته استول شوی کاري پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.

بیان زیاتوي چې د چین سفیر د تاجکستان پر حکومت غږ کړی چې د دې پېښې علت ژرترژه معلوم کړي.

د تاجکستان امنیتي سرچینو پرون د لړم ۲۸مه د خپل نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل چې د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په دره زربز سیمه کې د یکشنبې په شپه په یوه برید کې چې د دوی په وینا احتمالاً د افغانستان له خاورې به شوی وي، یو چینایی وګړی ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

د تاجکستان حکومت او د طالبانو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.