په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ یا پولیو د اخته ناروغانو شمېر پنځوسو تنو ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د پولیو پنځوسمه پېښه د خیبرپښتونخوا ایالت په ټانک ولسوالۍ کې په یوه شل میاشتنۍ ماشومه کې موندل شوې ده او د پاکستان د روغتیا مسوولې ادارې دا نوی مورد تایید کړی دی.
له دې پېښې سره په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د ناروغانو شمېر ۱۱ او په ټول پاکستان کې په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر په روان کال کې پنځوسو ته لوړ شو.
په پاکستان کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې چې شمېر یې ۲۴ ته رسېږي، په بلوچستان ایالت کې موندل شوي دي.
په پاکستان کې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پولیو د مخنیوي پروګرام روان دی او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دې ناروغۍ د پېښو کچه ۹۹ سلنه کمه شوې، خو بیا هم پاکستان او افغانستان یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پهکې دی.