په برلين کې د افغانستان سفير او بُن کې جنرال کونسل له خپلو دندو لاس پر سر شوي

يما ياري او سيد لطف‌الله سادات

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر او په بُن کې جنرال کونسل له دندو لاس اخیستی دی.

په برلین کې افغان سفیر یما یاري په یوه بیان کې ویلي، په جرمني کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له دندې لاس اخلي او د اصولو له‌‌‌مخې اداري چارې په رسمي ډول خپلو همکارانو ته سپاري.

په بُن کې د افغانستان جنرال کونسل سید لطف‌‌‌الله سادات هم ویلي چې، د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او خنډ د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

په جرمني کې یوه پخواني افغان ډیپلومات، چې لا هم له افغان ډیپلوماتانو سره راشه‌درشه لري، د نوم د نه ښودلو په شرط تېره شپه ازادی راډیو ته وویل، په برلین او بن کې له دواړو افغان ډیپلومانو څخه د جرمني د باندنیو چارو وزارت د استعفا غوښتنه کړې وه.

وروسته له‌‌‌دې چې طالبانو د افغانستان د څه باندې لسو ډیپلوماتیکو استازولیو چارې بې‌اعتباره اعلان کړې، په څو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د کوربه هېوادونو د غوښتنې پر اساس بندې شوي دي.