اروپايي ټولنه پر ايران نور بنديزونه لګوي

د اروپايي ټولنې بيرغ

د اروپایي اتحادیې شورا اعلان وکړ چې، پر ایران نور بندیزونه لګوي ځکه چې دا هېواد پر اوکراین د روسیې له لوري د پیل شوې جګړې پوځي ملاتړ کوي.

په‌‌‌‌دې اقداماتو کې له اروپايي اتحادیې څخه ایران ته د هغو پُرزو پر صادراتو بندیز شامل دی، چې د توغندیو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په جوړولو کې کارول کېږي.

د اروپايي اتحادیې په نویو بندیزونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بېړۍ چلونې کرښې (IRISL) او د هغې د مدیر محمدرضا خیاباني په ګډون یو تن او څلور ادارې شاملې دي.

هغوی روسیې ته د وسلو او بې‌‌پيلوټه الوتکو په وړلو تورن دي.

پر دې سربېره د بېړۍ چلونې درې روسي شرکتونه له ایران څخه روسیې ته د جنګي وسایلو د لېږد له امله د بندیزونو په فهرست کې شامل شوي دي.

اروپایي اتحادیې مخکې هم ایران له‌‌‌دې امله غندلی و چې د اوکراین پر ضد په جنګ کې یې روسیې ته بالستیک توغندي او بې‌پيلوټه الوتکې ورکړي وو.

ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.

اروپایي اتحادیې دا اقدامات د اروپا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼلی او خبرداری یې ورکړی و چې، که دا ملاتړ دوام ومومي، نو نوي بندیزونه به پرې ولګول شي.