د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې، د روان کال په سپتمبر میاشت کې یې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ د تشخیص لپاره معاینه کړي دي.
یونېسف ټینګار کړی چې دا معاینې د هغو ماشومانو د پېژندلو لومړنی ګام دی، چې د خوارځواکۍ اړوندو ستونزو له خطر سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د وروستي راپور پر بنسټ، سږ کال ۳۴۳زره هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، د درملنې لپاره د افغانستان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې، په افغانستان کې د خوړو ناامني په یوه پراخېدونکي بحران بدله شوې او دا مهال ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.
نړیوالې ادارې وایي، د فقر او لوږې د پراختیا له امله د افغان ماشومانو زیاتشمېر د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي.