په پکتیا کې په عام محضر کې د یوه کس تر اعدام یوه اوونۍ وروسته اروپايي ټولنې دغه اقدام وغانده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن دوشنبه پر خپله ایکسپانه لیکلي چې دغه ټولنه هر وخت او تر هر ډول شرایطو لاندې د مرګ د سزا مخالفه ده.
هغه لیکلي چې په عام محضر کې اعدامونه د افغانستان د بشري حقونو له نړیوالو مکلفیتونو سره اړخ نه لګوي.
نیکلاسن وړاندې لیکلي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د عادلانه محاکمې د رعایت تر څنګ حقوقي بهیرونو ته د ښځو او نارینهوو د لاسرسي لپاره پر خپله غوښتنه ټینګار کوي.
د طالبانو حکومت تېره چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردېز په مرکزي لوبغالي کې یو تن اعدام کړ.
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دغه کس قصاص، د طالبانو د درېګونو پوځي محکمو تر تایید وروسته د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده له خوا هم تایید شو.
راپورونه وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته دا په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح درېیم قصاص دی.
تر اروپايي ټولنې مخکې ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم په پکتیا کې دا اعدام غندلی و.