د ایران د بهرنیو چار وزارت وايي، په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر زیات دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن په خپله اونیزه خبري غونډه کې د ایران په زندانونو کې د بندي افغانانو دقیق شمېر ونه ښوده، خو ویې ویل، دوی د طالبانو له حکومت سره خپل هېواد ته د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه د خبرو په حال کې دي.
بقايي همداراز زیاته کړه چې ډېری افغانان د مخدره موادو په اړوندو جرمونو په خاطر د ایران په زندانونو کې وخت تېروي.
د ایران دولتي اژانسونو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د دې هېواد حکومت به شاوخوا زر تنه افغان زندانیان د دوو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته واستوي او په بدل کې به یې طالبان ورسره د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان تبادله کړي.
د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بندیانو د کره شمېر په اړه دقیق معلومات نه شته.