د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو په ترڅ کې د افغانستان لوبډلې دا ځل د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
دغه سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۱۸مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۳۵۹ منډې یې وکړې.
د افغان توپوهونکو له ډلې یو وار بیا فیصل خان ښه وځلېد او د دوهم ځل لپاره یې په روانه لوبلړۍ کې سلیزه ووهله.
هغه په ۱۰۴ توپونو ۱۵۶ منډې وکړې چې په پاڼۍ کې یې ۱۲ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.
دغه راز لوبډلمشر محبوب تسکین بیا په ۱۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو چې په پاڼۍ کې یې ۱۳ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.
د عربي متحده اماراتو لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۵.۴ اورونه ولوبول او ۱۹۰ منډې یې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نصرت نورستاني، نظیفالله امیري او خاطر ستانکزي دوه دوه او نصیرخان او حفیظ الله یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.
دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه پرلهپسې بریا ده.
ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د نومبر په ۲۰مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي دي.