بادغيس کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۳ ټپيان شوي دي

د بادغيس ولايت نقشه

په بادغیس ولایت کې د یوه موټرسایکل د نسکورېدو په پېښه کې یو تن مړ او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، پر موټرسایکل څلور کسان سپاره وو، چې نسکور شو.

دغه پېښه پرون د بادغیس په مرکز قلعه‌نو کې شوې، خو د علت په باب یې څه نه‌دي ویل شوي.

د وسایطو تېز چلول، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.